کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل والي: په افغانستان کې داعش د امریکا له ملاتړه برخمنه ده

31 سرطان 1402 ساعت 13:19

د کابل والي وايي، په لاس کې يې داسې اسناد شته چې ښيي په افغانستان کې د داعش ډله د امريکا متحده ايالات له ملاتړه برخمنه ده او دغه ترهګره ډله د دغه هېواد له خوا روزل کېږي.


آوا: د کابل والي محمد قاسم خالد له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي چې په لاس کې یې داسې اسناد شته چې ښيي په افغانستان کې د داعش ډله د امریکا متحده ایالاتو له خوا ملاتړ کیږي او دغه ترهګره ډله په دغه هیواد کې روزل کیږي.
 
ښاغلي خالد زیاته کړه: دښمن نه غواړي چې د افغانستان مظلوم او کړیدلی ولس ارام شي، نو په مختلفو لارو او فتنو ته لمن وهي، داعش یا خوارج هم د امریکا له خوا رامنځته شوی فتنه ده.
 
د کابل والي د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل رد کړي او وايي، داسې اسناد او شواهد نشته چې وښيي د القاعده شبکې مشر په کابل کې وژل شوی وي.
 
د اسلامی امارت دغه چارواکی تاکید وکړ: د امریکا ادعا چې په افغانستان کښې یې د القاعدې مشر له منځه وړی دی، په مطبوعاتو او یا بل هر ځای کښې هیڅ باوری سندونه او شواهد نشته او نه هم په دې مسئله کښې د اعتماد وړ اسناد وړاندې شوی دی.
 
امریکا د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۱ کال د اسد په ۱۱مه اعلان وکړ چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري یې د کابل په شیرپور سیمه کې د خپلې بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژلی دی.
 


د مطلب کود: 273614

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273614/د-کابل-والي-په-افغانستان-کې-داعش-امریکا-له-ملاتړه-برخمنه-ده

آوا
  https://www.avapress.com