کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له ۱۵ میلیونه وګړو سره د خوراکي توکو د مرستې اعلان وکړ

2 اسد 1402 ساعت 14:02

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سږ کال یې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونو خلکو سره د خوراکي توکو مرسته کړې چې د دوی ژوند وژغوري.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام نن (دوشنبه، اسد ۲) په یوه ټوېټ کې ویلی چې له کورنیو سره یوازې د هغوی د اړتیاوو او زیانونو پر بنسټ مرسته کوی.
 
WFP وايي چې د هغې همکارې موسسې د اړو او زیان منونکو کورنیو پیژندلو لپاره کور په کور ځي.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۲۸.۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د مرستې لپاره ۲.۲۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
 
د خوړو نړیوال پروګرام مخکې اعلان کړی و چې د مالي مرستو د کمښت له امله اوس کولای شي له ۱۵ میلیونو زیانمنو شویو کسانو څخه یوازې پنځه میلیونه مرستې وکړي.
 


د مطلب کود: 273738

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273738/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-په-افغانستان-کې-له-۱۵-میلیونه-وګړو-سره-خوراکي-توکو-مرستې-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com