کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نتانیاهو د جنجالي قضايي اصلاحاتو پلان تصویب شو

3 اسد 1402 ساعت 9:12

عبراني سرچینو خبر ورکړی چې د صهیونیسټانو له پراخو اعتراضونو سره سره د نتانیاهو لخوا په پام کې نیول شوی د قضايي اصلاحاتو قانون بالاخره د صهیونیسټي رژیم د پارلمان د استازو له خوا په ۶۴ مثبتو رایو سره تصویب شو.


آوا: په اشغال شویو ځمکو کې پراخ اعتراضونه چې د تیرې شپې او ورځې په تیریدو سره خپل اوج ته رسیدلي، د صهیونیسټي پارلمان د دغه رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو لخوا وړاندیز شوی د قضايي اصلاحاتو طرحه تصویب کړه.
 
د تسنیم په وینا، نن دوشنبه د اسد په دوهمه د رای اچونې په ترڅ کې د اپوزیسیون استازي له کنیست څخه ووتل او په دې غونډه کې یوازې د نتانیاهو د واکمن ایتلاف استازي موجود وو.
 
دا په داسې حال کې ده چې د دې پلان پر ضد له څو میاشتو راهیسې په نیول شویو سیمو کې پراخ لاریونونه روان دي.
 
ویل کیږي چې دغه پلان صدراعظم ته د دغه رژیم په حکومت کې ډیر واکونه او قضايي مصونیت ورکوي.
 
دصهیونیسټ رژیم په سیاسی ډګر کښې ښکیلې ډلې دعدلی اصلاحاتو په نامه د پلان په هکله له څو اونیو اختلافاتو وروسته موافقې ته ونه رسیدې .
 
د اپوزیسیون مشر، لاپید وویل: "موږ خپله هڅه وکړه." خو له دې حکومت سره یوې هوکړې ته رسېدل ناشوني دي. تاسو پوهیږئ چې افراطي اقلیت د اسراییلو اکثریت فتح کړی دی. څه پیښیږي یو ناورین دی.
 
له بلې خوا د صهیونیسټ رژیم د اسعارو ارزښت او د اسعارو د بازار شاخص کم شوی دی . د نن ورځې په لاریونونو کې ۱۲ صهیونیسټان ونیول شول. د عامه ترانسپورت په کرایه کې زیاتوالی به له یوې میاشتې ځنډ وروسته له سبا څخه پلي شي. د دغه رژیم ۱۵۰ لویو شرکتونو اعلان کړی چې له نن څخه به خپل اعتصابونه پیل کړي.
 


د مطلب کود: 273767

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273767/د-نتانیاهو-جنجالي-قضايي-اصلاحاتو-پلان-تصویب-شو

آوا
  https://www.avapress.com