کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو د سپېڅلو کتابونو د بې حرمتۍ په غندلو یو پرېکړه لیک تصویب کړ

4 اسد 1402 ساعت 12:26

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د سه شنبې په ورځ یو پریکړه لیک تصویب کړ چې د سپیڅلو کتابونو په وړاندې هر ډول تاوتریخوالی او د هغوی سپکاوی د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.


آوا: د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د لوېدیځو هېوادونو له مخالفت سره سره د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره « سپېڅلو کتابونو او دیني نښو ته سپکاوی» وغندله.
 
د الجزیرې خبري چینل د سه شنبې په ماښام راپور ورکړ چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ سکرتریت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو په متفقه توګه یو پریکړه لیک تصویب کړ چې د مذهبي عقایدو، مذهبي نښو او سپیڅلو کتابونو په وړاندې هر ډول تاوتریخوالی وغندي.
 
د دغه راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړیو عمومي اسامبلې د سه شنبې په ورځ د مراکش له خوا وړاندې شوی پریکړه لیک په متفقه توګه تصویب کړ.
 
په دغه پريکړه ليک کې د تصويب شويو مادو له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله د خلکو پر وړاندې د هغوی د مذهب او عقيدې پر بنسټ د تاوتريخوالي هر ډول عمل په کلکه غندي او د مذهبي نښو، کتابونو، کورونو، سوداګرۍ، املاکو، ښوونځيو، کلتوري مرکزونو پر ضد هر ډول عمل په کلکه غندي.
 
په سویډن او ډنمارک کې د قران عظیم الشان د بې شمېره بې حرمتیو او د دغو سپکاویو په وړاندې د نړۍ د حکومتونو او مسلمانو ملتونو له غصې او غبرګون وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پرېکړه لیک تصویب شو.
 
د اروپايي ټولنې په استازيتوب امريکا، انګلستان او بلجيم د دغه پرېکړه ليک له تصويب سره مخالفت وکړ، خو د بشري حقونو شورا په پرېکنده رايو سره تصويب کړ.
 
د یادولو وړ ده چې د تیرې چهارشنبې په ورځ د سویډن پولیسو یو ځل بیا په ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته هغه کس ته د قران کریم د سوځولو اجازه ورکړه چې تر دې وړاندې یې دا ناوړه عمل کړی وو.
 
د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا په یوه توهینونکي او اسلامي ضد اقدام کې په ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته د سپېڅلي کتاب او د عراق د بیرغ د سوځولو هڅه وکړه.
 
د جمعې په ورځ د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د عراق د سفارت مخې ته د اسلاموفوبیک او ښي اړخې ملتپالې ډلې د قران کریم یوه نسخه وسوځوله.
 


د مطلب کود: 273837

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273837/ملګرو-ملتونو-د-سپېڅلو-کتابونو-بې-حرمتۍ-په-غندلو-یو-پرېکړه-لیک-تصویب-کړ

آوا
  https://www.avapress.com