کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت: په نشه يي توکو د څه باندې ۲۴۰ زرو روږدو کسانو درملنه شوې ده

13 اسد 1402 ساعت 10:09

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په تېر کال کې په ټول هېواد کې د څه باندې ۲۴۰ زره روږدو کسانو درملنه شوې ده.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت چارواکو ملت ته د حکومت د راپور ورکولو د بهیر په دوام د پنجشنبې په ورځ (اسد ۱۲) د حکومت د اطلاعاتو او معلوماتو په شریکولو سره د خپلو یو کلنو اجرااتو راپور له خلکو سره شریک کړ. د رسنیو مرکز
 
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین مولوي عبدالله مختار په یوه خبري ناسته کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه وویل چې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته په هېواد کې ملي امنیت تامین شوی دی.
 
هغه زياته کړه، چې پوليس د قانون د حاکميت، عامه نظم او له جرمونو سره د مبارزې په برخه کې هم ښې لاسته راوړنې لري.
 
مختار څرګنده کړه چې د کورنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د رهبرۍ د ټولو حکمونو په ځانګړي ډول د نشه یي توکو د کښت، قاچاق، پېر او پلور د منع حکم په تطبیق کې جدي عمل کړی دی.
 
د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ وروسته له دې چې دا حکم صادر شي؛ په هېواد کې د کوکنارو ټول بوټي له منځه وړل شوي او د دغه وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي دي.
 
هغه په ​​ډاګه کړه، چې په تېر کال کې په هېواد کې د څه باندې ٢٤٠ زره معتادينو درملنه شوې، چې له دې ډلې ٧٠ زره بېرته خپلو کورنيو ته راستانه شوي دي.
 
د مختار د څرګندونو له مخې؛ د روږدو کسانو لپاره چې په کلینیکونو کې تر درملنې لاندې دي حرفوي زده کړې هم ورکړل شوې، تر څو له رغیدو وروسته له بیکارۍ سره مخ نشي او د کار بازار ته داخل شي.


د مطلب کود: 274238

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274238/کورنیو-چارو-وزارت-په-نشه-يي-توکو-د-څه-باندې-۲۴۰-زرو-روږدو-کسانو-درملنه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com