کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ

14 اسد 1402 ساعت 11:32

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي د اسلامي امارت د عامې روغتیا له وزارت سره د نړیوالو مرستندویه موسسو په ګډه ناسته کې ویلي دي چې دغه سازمان د افغانستان خلکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکوي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت نن (شنبه، اسد ۱۴) په ټوېټر کې د نړیوالو مرستندویه موسسو او دغه وزارت د ستراتیژۍ د لارښوونې او د ګرځنده روغتیا او تغذیې د سیمه ییز کولو په موخه د ګډې ناستې خبر ورکړ.
 
په دې کتنه کې په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان استازي ډاکتر ليو ديپينګ د افغانستان په ټولو برخو کې د يو شان روغتيايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وکړ.
 
په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان استازي ويلي دي چې دغه سازمان د هېواد خلکو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکوي.
 
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ګډه ناسته کې د تطبیق کوونکو بنسټونو (UNFPA-UNICEF) استازو هم ګډون کړی و.
 
د روغتیا نړیوال سازمان هم ژمنه کړې چې په افغانستان کې د هیپاټایټس د خپریدو د مخنیوي او درملنې په برخه کې له دغه وزارت سره همکاري کوي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان رئیس ډاکټر میرویس احمدزي له مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د هیواد لرو پرتو خلکو ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې له وزارت سره همکاري وکړي.
 


د مطلب کود: 274278

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274278/د-روغتیا-نړیوال-سازمان-افغانستان-خلکو-ته-روغتیايي-خدمتونو-وړاندې-کولو-ډاډ-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com