کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ایران کې څلور افغان کارګران په څاه کې د ګازو د نیولو له امله مړه شوي دي

15 اسد 1402 ساعت 14:17

د ایران د فارس ولایت په مرکز شیراز کې د ګچي په کلي کې د کثافاتو د راټولولو په یوه ورکشاپ کې څلور افغان کارګران چې د یوې کورنۍ غړي وو او یو په بل پسې د خپلو همکارانو د ژوند د ژغورلو په موخه په زهرجنو ګازونو یوه څاه ته ننوتلي وو، په ګازو نیولو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.


آوا: د شیراز ښاروالۍ د اور وژنې ادارې مشر په دې اړه وویل: څلور تنه افغان کارګران چې د ګچي په کلي کې د کثافاتو د راټولولو په ورکشاپ کې کار کول، یو په بل پسې د ګازو څاه ته ننوتل چې د خپلو همکارانو ژوند وژغورئ، مسموم شوي، او مړه شوي دي.
 
هادي عیدیپور نن خبریالانو ته په خبرو کې وویل: نن سهار ۹:۱۵ بجې د شیراز په ګچي په کلي کې په یوه څاه کې د ګازو د نیول کیدو پیښه د اور وژنې ادارې ته ورکړل شوه.
 
ده په دوام کې وويل: په عاجله توګه عملياتي ټيمونه د پيښې ساحې ته واستول شول او وليدل شول چې په ورکشاپ کې د زهرجن ګازونو د توليدولو په سيپتيک څاه کې پنځه تنه موجود وو او عملياتي ټيم په چټکۍ سره دغه کسان له څاه څخه راویستل.
 
د شيراز د ښاروالۍ د اور وژنې د څانګې مشر د کثافاتو د راټولولو په ورکشاپ کې دغه حادثه رامنځته شوه او ويې ويل: له دې سيپټيک څاه څخه د فاضله اوبو د راټولولو لپاره کار اخيستل کيږي چې په دغه ځاى کې د مناسبې هوا د نشتوالي له امله ميتان ګاز او کاربن ډاي اکسايډ تولید کیږي، کوم چې ډیر زهرجن او وژونکی دی.
 
عيدي پور وويل: ټول پنځه تنه له دې څاه څخه راوتلي، خو يوازې يو تن ژوندى پاتې شوى او څلور تنه وژل شوي او څلور واړه د افغانستان اتباع دي.
 
هغه وويل: د دې څاه ګاز ډېر زهرجن او وژونکی دی، لومړی کس چې ننوت، مړ شو او دويم کس د دې لپاره چې لمړي کس را وباسی څاه ته داخل شوي او همدي رقم یو په یل پسي څاه ته داخل شوي.
 
د فارس ولايت دبيړنيو حالاتو رييس هم په دې اړوند وويل: په وژل شويو څلورو تنو کې يو ٦٤ کلن پلار او درې زامن چې عمرونه يې ٢٥، ٢٧ او ٣٤ کلن دي شامل دي.
 


د مطلب کود: 274347

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274347/په-ایران-کې-څلور-افغان-کارګران-څاه-د-ګازو-نیولو-له-امله-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com