کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تهران کې د افغانستان سفارت د پاسپورټونو د وېش لپاره د "ماشومانو" د قانوني ستونزو د حل غوښتنه کړې ده

16 اسد 1402 ساعت 8:50

په تهران کې د افغانستان د سفارت مشر مولوي فضل محمد حقاني د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ د چارو له مسوولینو سره په کتنه کې د افغان ماشومانو د حقوقي ستونزو د حل غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه بهیر په دغه سفارت کې د هېواد اتباعو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ په تدریجي ډول ترسره کېږي.


آوا - تهران: په تهران کې د افغانستان سفارت پرون یکشنبه د اسد ۱۵ مه یوه خبرپاڼه خپره کړه او زیاته یې کړه چې د دې غونډې په ترڅ کې د افغانستان سفارت سرپرست اتباعو ته د پاسپورټونو د ویش د تدریجي بهیر د پیل اعلان وکړ.
 
هغه زیاته کړه: د لومړیتوبونو پر اساس مو دا بهیر له نویو زیږیدلو ماشومانو څخه پیل کړی او وروسته به محصلینو ته هم پاسپورټونه وویشل شي.
 
په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي: په تهران کې د افغانستان د سفارت رييس د ايران د بهرنيو چارو وزارت له خوا د ماشومانو د زېږون د سندونو د نه تاييد ستونزه ياده کړه او د دغې ستونزې د حل لپاره يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د دې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د قونسلګرۍ د ستونزو او د افغان کډوالو لپاره د لا زياتو اسانتياوو په رامنځته کولو هم خبرې وشوې.
 


د مطلب کود: 274376

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274376/په-تهران-کې-د-افغانستان-سفارت-پاسپورټونو-وېش-لپاره-ماشومانو-قانوني-ستونزو-حل-غوښتنه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com