کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له پاکستان سره د سیالیو لپاره خپل لوبغاړي ټاکلي دي

16 اسد 1402 ساعت 10:06

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره په دریو یو ورځنیو سیالیو کې د ګډون کوونکو غړو انتخاب اعلان کړ.


آوا - د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اګست په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلې درې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کوي.
 
د افغانستان د کرکټ د ۱۶ غړو په نوملړ کې حشمت الله شهیدي د کپتان په توګه برخه لري او د لوبډلې په ترکیب کې رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان، اکرام علي، عظمت الله عمرزی، مجیب ځدراڼ، نور احمد، فضل حق فاروقی، عبدالرحمن، سلیم صافی او وفادار مهمند شامل دي.
 
تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مارچ په میاشت کې په دریو شل اوریزو سیالیو کې د پاکستان په وړاندې په دوو بریاوو او یوې ماتې سره د سیریز ګټلو بریا خپله کړې وه.
 


د مطلب کود: 274385

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274385/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-له-پاکستان-سره-سیالیو-لپاره-خپل-لوبغاړي-ټاکلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com