کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رئیس الوزرا:

د سیاسي کمیسیون په غونډه کې د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول

17 اسد 1402 ساعت 9:27

د اسلامي امارت ریاست الوزرا وايي، د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمیسیون غونډه جوړه شوه او په کې د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.


آوا - کابل: د ریاست الوزرا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د هېواد په وروستیو سیاسي حالاتو او پرمختګونو بحث او د اسلامي امارت د پلاوي و دوحې ته د سفر په اړه خبرې وشوې.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې "په دې ناسته کې د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول".
 
د اسلامي امارت پلاوي چې مشري یې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي کوله تیره اونۍ په دوحه کې له امریکايي چارواکو سره دوه ورځنۍ خبرې وکړې.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې غونډه کې د امریکا استازو د افغانستان له واکمنانو وغوښتل چې په هغو سیاستونو کې بدلون راولي چې د بشري حقونو د وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د رامنځته کېدو لامل کېږي.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: په همدې حال کې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت هم له تور ليست او د نورو بنديزونو د لرې کولو، د افغانستان د بانکي زيرمو د آزادولو او په هېواد کې د اقتصادي ثبات د ټينګښت په برخوکې د عملي ګامونو په پورته کولو غور وکړ.
 
د رئیس الورا دفتر په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی چې په کومو مهمو مسئلو فیصله شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې وې.
 


د مطلب کود: 274440

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274440/د-سیاسي-کمیسیون-په-غونډه-کې-یو-شمېر-مهمو-مسایلو-اړه-لازم-تصمیمونه-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com