کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیل الرحمن حقاني: د نړیوالو مرستو ۸۰ سلنه بیځایه مصرف کیږي

17 اسد 1402 ساعت 15:00

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي دانیل اندریس سره په لیدنه کې وویل چې د نړیوالو مرستو لږ تر لږه ۸۰ سلنه بيځایه مصرف کیږي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د دانیل اندریس سره په لیدنه کې دغه څرګندونې کړې دي. اندریس وايي، مرستندویه موسسې یوازې ۲۰ سلنه مرستې خلکو ته وېشي.
 
هغه زیاته کړه چې د نړیوالو مرستو لږ تر لږه ۸۰ سلنه د افغانستان خلکو ته ځي.
 
د اسلامي امارت د کډوالو چارو سرپرست وزیر د پاکستان او ترکیې له خوا له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ته په اشارې سره وویل، افغانان په ګاونډیو او اروپايي هیوادونو کې له ډیرو ستونزو سره مخ دي، هیله لرو چې له هغوی سره د اصولو او قوانینو مطابق چلند وشي.
 
په دې کتنه کې د افغان کډوالو پر ستونزو او وضعیت، په افغانستان او ملګرو ملتونو کې د اړوندو څانګو ترمنځ پر همغږۍ او د شته ستونزو د حل پر لارو چارو هم خبرې وشوې.
 


د مطلب کود: 274476

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274476/خلیل-الرحمن-حقاني-د-نړیوالو-مرستو-۸۰-سلنه-بیځایه-مصرف-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com