کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

20 اسد 1402 ساعت 10:48

د جوزجان ځايي چارواکي وايي، د جوزجان-فارياب پر لويه لاره د يوه موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.


آوا - مزار شریف: د جوزجان د ترافیکو مدیر محمد انور زاهد وویل، چې دغه پیښه نن (پنجشنبه، د اسد ۱۹) ماښام مهال د دغه ولایت په مربوطاتو کې د یوه فولډر موټر د چپه کیدو له امله رامنځ ته شوې ده. خواجه دو کوه ولسوالي د جوزجان-فارياب پر لويه لار ده.
 
د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې يوه ښځه او يو نارينه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
 
زاهد زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
 
نوموړي د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او ډېر سرعت وباله.


د مطلب کود: 274640

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274640/په-جوزجان-کې-د-ترافیکي-پېښې-له-امله-۹-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-ده

آوا
  https://www.avapress.com