کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو د پلور او لېږد په جرم اووه تنه نیولي دي

22 اسد 1402 ساعت 9:27

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مسؤلین وايي، د یو لړ بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې یې ۷ تنه له بېلابېلو نشه يي توکو سره نیولي او د هېواد عدلي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د یو شمېر بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه له بېلابېلو نشه‎يي توکو سره نیولي او څارنوالۍ ته یې معرفي کړي دي.
 
د ده د څرګندونو له مخې: دوه تنه له بلخ ولايت څخه له ٥٣٥ ميله تابوتونو سره، دوه تنه له ننګرهار ولايت څخه دوه تنه، دوه تنه د هرات او بغلان له ولايتونو او درې تنه له ١٤٦٠ کيلوګرامه چرسو او دوو دادسن موټرونو سره په سپين بولدک ولسوالۍ کې ونيول شول.
 
هغه زياته کړه، چې دغه وزارت دوه نور کسان هم نيولي، چې غوښتل يې د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه يوه اندازه نشه يي توکي بهر ته ولېږدوي.
 
ښاغلي قانع زیاته کړه چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په اروزګان ولایت کې د نشه يي توکو ۹ فابریکې او په بامیان ولایت کې د یوه لویه فابریکه کشف او خنثی کړې ده.
 


د مطلب کود: 274721

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274721/د-کورنیو-چارو-وزارت-نشه-يي-توکو-پلور-او-لېږد-په-جرم-اووه-تنه-نیولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com