کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي چې په افغانستان کې یو لوی اسلامي پوهنتون جوړ کړي

22 اسد 1402 ساعت 13:49

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم نن یکشنبه په سپېدار ماڼۍ کې هېواد ته د پوهنتونونو د استادانو او اکاډمیکو کارکوونکو د راستنېدو په مراسمو کې وویل: دغه وزارت د پوهنې ودې ته ژمن دی او هڅه کوي یو لوی اسلامي پوهنتون جوړ کړو.


آوا - کابل: په دې غونډه کې ندیم په هیواد کې په بیلابیلو برخو کې د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو د جوړولو اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې له دوو میاشتو راهیسې پر دغه پروګرام کار پیل شوی دی.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، ۴.۵ سلنه هغه استادان چې د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره بهر ته تللي وو بېرته راستانه شوي دي.
 
  د هغه په ​​وينا، دا مهال شاوخوا ۲۰۰ استادانو په علمي سفرونو بهر ته سفرونه کړي او شاوخوا ۱۵۰ استادانو د لنډ مهاله کورسونو د تدريس په موخه بهر ته سفرونه کړي دي.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير هم په دې کتنه کې وويل چې په پوهنتونونو کې د سياسي، قومي، مذهبي، سمتي او ژبني تعصبونو مخه نيول شوې ده او اوس پوهنتونونه د علومو د زده کړې ځاى ګرځيدلى دى.
 


د مطلب کود: 274750

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274750/د-لوړو-زده-کړو-وزارت-هڅه-کوي-چې-په-افغانستان-کې-یو-لوی-اسلامي-پوهنتون-جوړ-کړي

آوا
  https://www.avapress.com