کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیواد په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو د منلو زمینه برابره ده

23 اسد 1402 ساعت 9:16

د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سلاکار مولوي عبدالجبار په دې وروستیو کې ویلي، چې د هېواد په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو د منلو لپاره زمینه برابره شوې ده، خو د اسلامی امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده د پرېکړې په تمه دی.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د لوړو زده کړو وزارت سلاکار مولوی عبدالجبار اسوشیتد پرس آژانس ته ویلی، چې د ملا هبت الله اخندزاده په حکم پوهنتونونه تړل شوی او د هغه په ​​امر به بېرته پرانیستل شی.
 
د لوړو زده کړو وزارت د دغه چارواکي په وينا، په پوهنتونونو کې د ښځينه محصلينو د داخلې لپاره هر څه چمتو دي، خو ويې نه ويل، چې پوهنتونونه به کله د ښځينه محصلينو پر مخ پرانيستل شي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت د تیر کال د قوس په ۲۸ مه په یوه مکتوب کې اعلان وکړ چې ښځې او انجونې نشي کولای په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې تر بل خبرتیا پورې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
 


د مطلب کود: 274793

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274793/د-هیواد-په-پوهنتونونو-کې-ښځینه-محصلینو-منلو-زمینه-برابره-ده

آوا
  https://www.avapress.com