کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سره صلیب: په افغانستان کې ۷.۲ میلیونه وګړي د قحطۍ په څنډه کې دي

26 اسد 1402 ساعت 14:08

د سره صلیب نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي دي په دغه هیواد کې ۷ میلیونه خلک د قحطۍ سره مخ دي.


آوا - کابل: د سره صلیب نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د اقتصادي بحران په اړه په یوه راپور کې اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دغه هیواد کې ۱۵،۵ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
 
د دې راپور پر بنسټ، ۲. په افغانستان کې اووه میلیونه وګړي د قحطۍ په څنډه کې دي.
 
راپور زیاتوی چې په افغانستان کښې په تیرو دریو کلونو کښې وچکالۍ او په تیرو دوو کلونو کښې اقتصادی بحران د دغه هیواد د خلکو اړتیاوې زیاتې کړی دی.
 
په همدې حال کې د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، چې تر اوسه په پراختیايي برخه کې مرستې نه دي شوي او په هېواد کې د اقتصادي ننګونو د حل لپاره یې لویې اقتصادي پروژې پیل کړي دي.
 
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د رامنځته کیدو نه وروسته مرستندویه ادارو په ځلونو د افغانستان د خلکو سره د مرستې لپاره د فقر د زیاتوالي او د بودیجې د نشتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
 


د مطلب کود: 275025

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275025/سره-صلیب-په-افغانستان-کې-۷-۲-میلیونه-وګړي-د-قحطۍ-څنډه-دي

آوا
  https://www.avapress.com