کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې د کانګو ناروغۍ درې تنه وژلي دي

29 اسد 1402 ساعت 11:18

د کندوز د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په روان کال کې د کانګو ناروغۍ ۲۸ پېښې ثبت شوي، چې له ډلې یې درې تنه مړه شوي دي.


آوا: د کندز د عامې روغتیا رییس وايي چې د دغه ولایت په تخصصي روغتون کې یې د کانګو ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړې څانګه فعاله کړې او اوس په کندز کې د کانګو ناروغانو درملنه کیږي.
 
په همدې حال کې د دغه ولايت قصابان وايي، چې د دې ناروغۍ د خپرېدو له امله يې پلور کم شوى او خلک د څارويو د غوښې له کارولو وېره لري.
 
 د چرګانو د غوښې پلورونکي وايي چې په دې وروستیو کې په کندز کې د چرګانو د غوښې د پېرلو او کارولو بازار ډېر شوی دی.
 
خو ډاکټران وايي، د حیواناتو د مسلکي ذبحې او له هغوی سره د تماس په صورت کې د کانګو تبې د خپرېدو مخه نیول کېدای شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د کانګو ناروغي ډېره شوې ده.
 


د مطلب کود: 275165

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275165/په-کندز-کې-د-کانګو-ناروغۍ-درې-تنه-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com