کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

30 اسد 1402 ساعت 9:03

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې اروزګان ته تللی او هلته د دغه ولایت له امنیتي او ملکي چارواکو سره لیده کاته کوي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلی، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقانی د خپل ولایتی سفر په لړ کې اروزګان ته تللی دی. هغه به له امنیتي چارواکو سره وویني او د دې ولایت له یوه ملکیت څخه لیدنه وکړي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست به په دغه سفر کې له ولایتي چارواکو، یو شمېر مجاهدینو، علماوو او قومي مخورو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي او په بېلابېلو برخو کې به د لازمو اقداماتو لارښوونه وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د بلخ او خوست په ګډون د هېواد شمالي او ختیځو ولایتونو ته سفرونه کړي وو.
 


د مطلب کود: 275229

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275229/د-کورنیو-چارو-وزیر-ارزګان-ولایت-ته-سفر-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com