کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف: په افغانستان کې له ۱.۳ میلیونو څخه زیات ماشومان د خوارځواکۍ ښکار شوي دي

30 اسد 1402 ساعت 9:15

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې د دغه سازمان د تغذیې مشاورینو د جون په میاشت کې له ۱.۳ میلیونو څخه زیات افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ لپاره معاینه کړي دي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن دوشنبه (د اسد ۳۰مه) په ایکس چینل کې د یوه ټویټ په خپرولو سره وویل: په ګرځنده یا ثابتو روغتیايي مرکزونو کې افغانې میندې باید د خوارځواکۍ د نښو د رامنځ ته کېدو په اړه د دغه سازمان د مشاورینو پر خبرتیا باور وکړي.
 
یونیسف زیاته کړه چې د جون په میاشت کې، د سازمان د تغذیې مشاورینو د حاد خوارځواکۍ لپاره د ۱.۳ میلیون څخه ډیر ماشومان معاینه کړي.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي دي چې د دې سازمان له خوا تر ۶۲۰۰۰ ډیر ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوى دى.
 


د مطلب کود: 275233

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275233/یونیسف-په-افغانستان-کې-له-۱-۳-میلیونو-څخه-زیات-ماشومان-د-خوارځواکۍ-ښکار-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com