کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

انس حقاني:

غربي رسنیو او حکومتي چارواکو خپل خلک د افغانستان له واقعیتونو لرې ساتلي دي

5 سنبله 1402 ساعت 10:21

په پاکستان کې د برتانیې د سفیر له څرګندونو وروسته چې ترهګرې ډلې او پاکستاني طالبان په افغانستان کې فعال دي، د اسلامي امارت یو جګپوړی غړی انس حقاني وايي: غربي رسنۍ او حکومتي چارواکي خپل خلک د افغانستان له واقعیتونو او حقایقو لرې ساتلي دي.


آوا - کابل: په پاکستان کې د برتانیې سفیرې جین میریټ له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې او پاکستاني طالبان فعال دي او د افغانستان سرپرست حکومت باید پر وړاندې اقدام وکړي.
 
خو انس حقاني په پاکستان کې د برتانیې د سفیر د څرګندونو په غبرګون کې پر ټویټر (ایکس) لیکلي چې جین میریټ لا هم د دې "پروپاګند" له امله حقایق نه شي لیدلی.
 
هغه وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ تر نامه لاندې ظالمانه جګړه پیل شوې او د یرغلګرو د ماتې لامل شوې. هغه کسان چې د غربي هېوادونو او سازمانونو له خوا په تور لېست کې اچول شوي وو اوس د افغانستان واکمنان دي، دلته يوه شبکه نه ده، بلکې يو هېواد، نظام او رهبري ده.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون او نه شتون له امله په دې ورځو کې د اسلامي امارت د مشرانو او د پاکستان د حکومت د چارواکو ترمنځ لفظي تاوتریخوالی زیات شوی دی.
 
د پاکستان حکومت ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې شتون لري او له هغه ځایه د پاکستان له خاورې خپل بریدونه تنظیموي، خو اسلامي امارت دغه ادعا ردوي او وايي چې له پاکستاني طالبانو سره هیڅ تړاو نه لري، دوی خپل بریدونه د پاکستان په خاوره کې تنظیموي.
 


د مطلب کود: 275608

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275608/غربي-رسنیو-او-حکومتي-چارواکو-خپل-خلک-د-افغانستان-له-واقعیتونو-لرې-ساتلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com