کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د اورګاډي له لارې څه باندې ۷۵ زره ټنه توکي لېږدول شوي دي

5 سنبله 1402 ساعت 13:04

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال د اسد له ۲۷مې تر سنبلي ۲مي پورې د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې څه باندې ۷۵ زره ۸۷۱ ټنه توکي لېږدول شوي دي.


آوا - کابل: د افغانستان د اورګاډي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه لیږد رالیږد د آقینې، تورغونډۍ او حيرتان بندرونو له لارې شوی دی.
 
ویل کېږي چې د افغانستان ډېره وچه او تازه مېوه د اورګاډي له لارې له هېواده بهر صادرېږي او نفتي او غیر نفتي مواد د اورګاډي له لارې افغانستان ته داخلېږي.
 
تر دې مخکې د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ اقتصادي دهلیز پرانیستل شوی او له دې دهلیز څخه په ګټې اخیستنې د هېواد سوداګریز توکي د اورګاډي له لارې چین ته صادرېږي او له همدې لارې چینايي توکي هېواد ته واردېږي.
 


د مطلب کود: 275631

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275631/د-افغانستان-اورګاډي-له-لارې-څه-باندې-۷۵-زره-ټنه-توکي-لېږدول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com