کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښاروالۍ: په کابل ښار کې د بېلابېلو ادارو لپاره نوي جوازونه وېشل کېږي

6 سنبله 1402 ساعت 9:17

کابل ښاروالۍ اعلان کړی، چې د بازارونو د تنظیم په موخه به په کابل ښار کې د بېلابېلو سوداګرو لپاره نوي جوازونه وېشي.


آوا: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په همدې موخه نن د مالیې او اداري معین سید عصمت الله عاصم او د د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې معین مولوي محمد خالد سجستاني او همدا راز د مالیې وزارت د دولتي شرکت د مسوولینو په حضور کې غونډه وشوه.
 
په دې کتنه کې د کابل ښار د بېلابېلو سوداګريزو اتحاديو فعالانو ته د نوي سوداګريز جواز د وېش په اړه خبرې وشوې.
 
په دې غونډه کې د ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالوجۍ او عوایدو ریاستونو لخوا ترتیب شوی د سوداګرۍ د جواز نوی پلان تصویب شو.
 
د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، د څه باندې پنځوس زره نویو سوداګریزو جوازونو د وېش لپاره یې چمتووالی نیولی او دا چې څنګه به د کابل ښاروالۍ په عوایدو او د کابل ښار د سوداګرو د اتحادیو په ډیټابیس کې ثبت او راجستر شي نو دا به معلومه شي چې په کابل ښار کې څومره دوکانونه فعال او شتون لري.
 


د مطلب کود: 275670

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275670/کابل-ښاروالۍ-په-ښار-کې-د-بېلابېلو-ادارو-لپاره-نوي-جوازونه-وېشل-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com