کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت ویاند:

په ځینو ولایتونو کې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان په اساس نوې ګومارني شوي

7 سنبله 1402 ساعت 9:22

د اسلامي امارت ویاند په یو شمېر ولایتونو کې نوې ګمارنې اعلان کړې او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې د لوګر پخوانی والي مولوي عبدالعلي قدرت الله د پروان ولایت د والي په توګه ټاکل شوی او پخوانی د تخار ولایت والي مولوي ضیاء الرحمن مدنی د لوګر د والي په توګه ټاکل شوی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه (X) کې لیکلي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم پر اساس په ځینو ولایتونو کې نوي ګومارنې شوي دي. د لوګر پخوانی والي مولوي عبدالعلي قدرت الله د پروان د والي په توګه او د تخار پخوانی والي مولوي ضیاء الرحمن مدنی د لوګر د والي په توګه ټاکل شوي دي.
 
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې د پروان پخوانى والي مولوي عبيدالله امين زاده د تخار د والي په توګه ټاکل شوى او د کونړ پخوانى والي حاجي محمد عثمان د کاپيسا د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى دى. د جوزجان ولايت امنيه قوماندان ملا سراج الدين د فارياب ولايت د امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو.
 
مجاهد ټینګار کړی، چې د کندز ولایت د علماوو شورا پخوانی رییس شیخ ثناالله فرهمند د کندز زون د نظامي محکمې د رییس په توګه ټاکل شوی او د کندوز د نظامي محکمې پخوانی رییس شیخ عبدالوارث د بلخ د نظامي محکمې رئیس په توګه ګمارل شوی دی.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه د یوه فرمان له محي په یو شمېر ولایتونو په ادارو کې بدلونونه راوستل.
 


د مطلب کود: 275739

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275739/په-ځینو-ولایتونو-کې-د-اسلامي-امارت-رهبرۍ-فرمان-اساس-نوې-ګومارني-شوي

آوا
  https://www.avapress.com