کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت ویاند:

د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ٤١ تنه نيول شوي

7 سنبله 1402 ساعت 15:22

د كورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو كې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ۴۱ تنه نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع نن (سه شنبه، سنبلي ۷) په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلی، چې ۴۱ تنه مجرمین په بېلابېلو جنایی جرمونو چې لاس لرل، د هېواد په یو شمیر ولایتونو کې نیول شوي او د هېواد عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه کسان د هېواد په لسو ولايتونو کې د غلا، وژنې، قمار، قاچاق، ځورونې، اخلاقي فساد او د ناقانونه وسلو د لېږد په جرم نيول شوي دي.
 
هغه زیاته کړې ده چې له دې جملې څخه؛ پولیسو په هرات ولایت کې درې تنه د قتل، شپږ تنه غله او دوه تنه د اخلاقي فساد په تور نیولي، په بلخ کې اوه تنه قمار کوونکي، په زابل کې څلور تنه د لرغونو اثارو د قاچاق په تور، څلور تنه په کونړ کې د جنایي جرمونو په تور او داسي نورو ولایتونو کې نیول شوي دي.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو سره د جمهوري ریاست د وخت په پرتله جنايي جرمونه ۸۰ سلنه کم شوي دي.
 


د مطلب کود: 275772

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275772/د-هېواد-په-يو-شمېر-ولايتونو-کې-بېلابېلو-جنايي-جرمونو-تړاو-٤١-تنه-نيول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com