کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له زندانونو آزاد شوي ۳۶ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

9 سنبله 1402 ساعت 13:53

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، د پاکستان له زندانونو راخوشې شوي ۳۶ افغان کډوال د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت په تورخم کې د کډوالو چارو رییس په وینا، یاد کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ۱۵ ورځو څخه تر یوې میاشتې پورې په بند کې وو او له خوشې کېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.
 
دغه سرچینه زیاتوي چې دغه کسان د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول چې تر ثبت وروسته لومړنۍ مرستې ترلاسه کړي.
 
ويل کيږي چې د راستنو شويو کسانو له جملې څخه هغه کسان چې عمرونه يې له ١٨ کلونو کم وو د افغانستان د بيارغونې عالي ادارې ته معرفي شوي چې خپلو کورنيو ته تسليم شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د پاکستان له زندانونو راخوشې شوي یو شمېر کډوال هېواد ته راستانه شوي وو.
 
که څه هم د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د افغان کډوالو د خلاصون هڅې ګړندۍ کړي دي. خو ویل کېږي چې افغان کډوال اوس هم د اسنادو د نشتوالي له امله د پاکستان په زندانونو کې پراته دي.
 


د مطلب کود: 275914

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275914/د-پاکستان-له-زندانونو-آزاد-شوي-۳۶-افغان-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com