کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قطر خیریه بنسټ په کندهار ولایت کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي

12 سنبله 1402 ساعت 10:44

د کندهار ولایت د رسنیو مرکز وايي، د قطر خیریه بنسټ به په دغه ولایت کې په نړیوالو معیارونو برابر ۴۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي.


آوا: د کندهار ولایت رسنیز مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د قطر خیریه بنسټ په دغه ولایت کې په نړیوالو معیارونو برابر ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي.
 
د دغه مرکز په وينا، د دغه بنسټ دوو استازو جمال قاسم محمد او عبدالمجيد عبدالقوي الحميدي د کندهار له والي ملا شيرين سره په ليدنه کې وويل، چې د يوه ٤٠٠ بستريز روغتون د جوړولو ترڅنګ به د په دغه ولایت کې د ۳۵۰ بستریز روغتون لپاره د تجهیزاتو په برابرولو کې همکاري وکړي.
 
تر دې وړاندې هم د قطر خیریه بنسټ له یو شمېر کابل ښاریانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې وه.
 


د مطلب کود: 276048

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276048/قطر-خیریه-بنسټ-په-کندهار-ولایت-کې-۴۰۰-بستریز-روغتون-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com