کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان کې په څه دپاسه ١٤ زرو کورنيو د نغدو پيسو د ويش بهير پيل شو

13 سنبله 1402 ساعت 9:29

په سمنګان کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یونیسف وجهي صندوق له لوري پر ۱۴ زره ۸۳۰ اړمنو کورنیو د ۵۷ میلیونه ۸۷۲ افغانیو نغدي مرستو د ویش لړۍ پیل شوې ده.


آوا - کابل: د سمنګان ولایت د اسلامی امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست پرون یکشنبه د سنبلې په ۱۲ مه نېټه اعلان وکړ چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په تخنیکی همکارۍ او د افغانستان د سولې موسسې (APBHO) له خوا د دغه ولایت د دره صوف بالا او دره صوف بن په ولسوالیو کې پر اړمنو کورنیو وویشل شول.
 
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ۳۹۰۰ افغانۍ وویشل شوې او ټاکل شوې چې له دغو مرستو څخه به پنځه پړاوه مرسته وشي.
 
دغو کورنیو ته د نغدي مرستو د ویش لومړی پړاو د اسد په میاشت کې پیل شوی او ټاکل شوې چې بل پړاو به د میزان په میاشت کې پیل شي.
 
تر دې وړاندې یونیسف په شپږو دورو کې د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې پر ۱۰ زره اړمنو کورنیو نغدي مرستې وېشلې دي. د دغو مرستو ټولیز لګښت دوه میلیارده او ۳۶ میلیونه افغانۍ وو.
 
بل خوا د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي پر خلکو د نغدي او غير نغدي مرستو د وېش په پروسه کې د روڼتيا له نشتوالي شکايت کوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د يونيسف ادارې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له اړمنو کورنيو سره د پوهنې، روغتيا او خوراکي توکو په برخو کې مرستې کړې دي.
 


د مطلب کود: 276098

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276098/په-سمنګان-کې-څه-دپاسه-١٤-زرو-کورنيو-د-نغدو-پيسو-ويش-بهير-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.com