کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم په ګمرک کې پاکستان ته د تاریخي اثارو د قاچاق مخه ونیول شوه

14 سنبله 1402 ساعت 9:49

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، یو شمېر تاریخي اثار چې قاچاق وړونکو غوښتل په یوه موټر کې پاکستان ته انتقال کړي د تورخم په ګمرک کې یې نیولي دي.


آوا - کابل: د تورخم په ګمرک کې د اسلامي امارت قومندان رفیع الله پاچا خان وايي چې دغه تاریخي اثار پرون ماسپښین د ګمرک د کارکوونکو له خوا کشف او ضبط شول.
 
پاچا خان زیاتوي، چې په کشف شویو اثارو کې د "منګوټي" د کوچنیو ټوټو ۱۵ قلمه چې اته نیم کیلو وزن لري او د مسو څلور لوښي شامل دي چې شاوخوا درې نیم کیلو وزن لري.
 
نوموړي د دغو تاريخي اثارو د قاچاق په تور د نيول شويو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل.
 
له کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، د تورخم له لارې له افغانستان څخه د تاریخي اثارو قاچاق ګړندی شوی چې د فرهنګپالو، تاریخ پوهانو او عامو خلکو اندېښنې یې راپارولي دي.
 
فرهنګي فعالان له اسلامي امارت غواړي چې د تاریخي اثارو د ساتنې او قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړی میکانیزم جوړ کړي او هیچاته اجازه ورنکړي چې د افغانستان تاریخي اثار قاچاق کړي او د تېرو کلونو په څېر د پاکستان موزیمونه غني کړي.
 


د مطلب کود: 276147

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276147/د-تورخم-په-ګمرک-کې-پاکستان-ته-تاریخي-اثارو-قاچاق-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com