کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره وکتل

14 سنبله 1402 ساعت 10:38

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره په کتنه کې د اقتصادي ودې او پراختیا، د ښځو د زده کړو او کار او د هېواد پر سیاسي وضعیت خبرې وکړې.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اقتصادي ودې او پراختیا، د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت، پوهنې او د ښځو کار، د کانونو او پټرولیم وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
 
له بلې خوا د اسلامي همکاریو د سازمان مشر د اسلامي امارت د کارونو او پرمختګونو هرکلی وکړ او په هر اړخیزو همکاریو یې ټینګار وکړ.
 
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د اسلامي همکاریو د سازمان له پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې د ښځو د زده کړي موضوع زموږ د ټولنې اړتیا ده او د شرایطو په پام کې نیولو سره به دا ستونزه حل شي.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست بیا هم ټینګار وکړ چې زده کړه د مسلمانانو ګډه اړتیا ده او له یاد پلاوي یې وغوښتل چې په دې برخه کې له زغم څخه کار واخلي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی له څو ورځو راهیسې په کابل کې دی او د اسلامي امارت له بیلابیلو چارواکو سره د همکارۍ او د نړیوالې ټولنې د غوښتنو په اړه مشورې کوي.
 


د مطلب کود: 276156

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276156/د-کانونو-وزارت-سرپرست-اسلامي-همکاریو-سازمان-له-پلاوي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com