کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تورخم کې څلور تنه قاچاق وړونکي پاکستان ته د ۷۰ زره ډالرو د انتقال په مهال ونیول شول

15 سنبله 1402 ساعت 13:11

د کورنیو چارو وزارت وايي، څلور تنه قاچاق وړونکي چې غوښتل یې ۷۰ زره امریکايي ډالر د تورخم له لارې پاکستان ته انتقال کړي، نیول شوي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (سنبلی ۱۵) په خپله یوه پاڼه کې لیکلي چې څلور تنه قاچاق وړونکي یې نیولي چې غوښتل یې ډالر له هیواده وباسي.
 
د دې وزارت په وینا، "څلور د پیسو قاچاق وړونکي چې غوښتل یې د تورخم له لارې نږدې ۷۰ زره امریکایي ډالر پاکستان ته انتقال کړي، د سرحدي پولیسو او انټرپول له خوا پیژندل شوي او نیول شوي دي."
 
تر دې وړاندې په ننګرهار کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د تورخم په ګمرک کې د ځینو تاریخي اثارو د نیولو خبر ورکړی و چې قاچاق وړونکو غوښتل په یوه موټر کې پاکستان ته انتقال کړي.
 
د تورخم په ګمرک کې د اسلامي امارت قومندان رفیع الله پاچا خان ویلي، چې دغه تاریخي اثار نن (یکشنبه د سنبلي د میاشتې ۱۲مه) د ګمرک د کارکوونکو له خوا کشف او ضبط شول.
 
پاچا خان زياته کړه، چې په کشف شويو اثارو کې د "منګوټي" د وړوکيو ١٥ ټوکرۍ د اته نيم کيلو وزن او د مسو څلور لوښي شامل دي، چې شاوخوا درې نيم کيلو وزن لري.
 
د يادونې وړ ده، چې د تېر حکومت د راپورونو له مخې، ډالر؛ دا د افغانستان د پولو له لارې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېدل.


د مطلب کود: 276217

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276217/په-تورخم-کې-څلور-تنه-قاچاق-وړونکي-پاکستان-ته-د-۷۰-زره-ډالرو-انتقال-مهال-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com