کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا په وړاندې ماتې وخوړه

15 سنبله 1402 ساعت 13:16

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا د کرکټ په سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.


آوا: دغه لوبه، چې پرون سه شنبې د سنبلی په ۱۴ مه د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې ترسره شوه، سریلانکا د دوو منډو په توپیر وګټله.
 
په دې لومړۍ لوبه کې سریلانکا توپ وهنه پیل کړه او په ۵۰ اورونو کې یې ۲۹۱ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه.
 
افغانستان په ۳۷م اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او دغه لوبه یې وبایلله.
 
افغانستان چې په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش څخه ماتې منلي وه، په دې سیالیو کې خپله دویمه ماتې تجربه کړه.


د مطلب کود: 276218

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276218/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-سریلانکا-په-وړاندې-ماتې-وخوړه

آوا
  https://www.avapress.com