کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د میدان وردګ په مرکز کې پر څه باندې دوه زره کورنیو مرستې وویشل شوې

16 سنبله 1402 ساعت 14:52

د ميدان وردګ ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست چارواکي وايي، چې په تېرو درېيو ورځو کې په دغه ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله له څه باندې دوه زره اړمنو کورنيو سره خوراکي توکي وېشل شوي دي.


آوا - کابل: د میدان وردګ ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په ۱۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تېرو درېیو ورځو کې په مرکز او ولسوالیو کې له دوه زره نهه اړو او سېلاب ځپلو کورنیو سره مرستې وشوې.
 
دغه رياست زياته کړه چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (يونيسف) له خوا په اړو کورنيو ووېشل شوې.
 
دغه مرستې په داسې حال کې د وردګو د چوک پر اوسېدونکو وېشل کېږي، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د سېلابونو له امله تر ٣٠ زيات کسان مړه او د استوګنې لسګونه کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوې وه. .
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د افغاني سرې مياشتې ادارې د دغه ولايت د جلرېز او قرق ولسواليو له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه د خوراکي توکو څو لارۍ مرسته کړې وه.
 


د مطلب کود: 276265

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276265/د-میدان-وردګ-په-مرکز-کې-پر-څه-باندې-دوه-زره-کورنیو-مرستې-وویشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com