کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا کې د کرومایټ کان کیندنه پیل شوه

18 سنبله 1402 ساعت 9:22

د پکتيکا ولايت د کانونو او پټروليم رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په ګيان ولسوالۍ کې يې د کروماټ کان د استخراج چارې پيل کړې دي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکو په پکتیکا ولایت کې د دغه کان د استخراج د پیل خبر ورکړی او لیکلي یې دي، چې ۵۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
 
د باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت سيمه ييزو چارواکو ويلي دي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به له دغه کان څخه ٩٠ زره ټنه کرومايټ استخراج کړي.
 
دوی زیاته کړه چې په دې موده کې به یو میلیارد او ۳۵۹ میلیونه افغانۍ د اسلامي امارت د مالیې وزارت په خزانو کې جمع شي.
 
تیره اونۍ اسلامي امارت د هیواد د اوو سترو کانونو د استخراج په موخه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړل. د دغو قراردادونو ارزښت شپږ میلیارده او ۵۵۷ میلیونه ډالره دی.
 


د مطلب کود: 276313

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276313/په-پکتیکا-کې-د-کرومایټ-کان-کیندنه-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com