کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو د اقلیم د اغیزو د کمولو په برخه کې د نړۍ له هېوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه

19 سنبله 1402 ساعت 12:39

ملګري ملتونه او د ایران اسلامي جمهوریت وايي، د منځني ختیځ، افریقا او اسیا هېوادونه باید د ریګو او دوړو له توپانونو سره د مقابلې لپاره چې د اقلیم د بدلون له امله سخت شوي دي، همکاري وکړي.


آوا: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په یوه ویډیو کې چې د ۵۰ هیوادونو او ۱۵ نړیوالو سازمانونو او بنسټونو استازو ته خپره شوې، ویلي چې د افغانستان د سولې په برخه کې عملي اقدام ته ژمن دی او مشارکت رامینځته کول او همکاري زیاتول دا یوه کلیدي مسئله ده.
 
د اې ایف پي خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون د ریګو او دوړو له توپانونو سره د مبارزې په اړه د نړیوال کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې د سیمې پر هېوادونو غږ وکړ چې د ګډو حل لارو د تعقیب او ترلاسه کولو لپاره دې یوه «فنډ» رامنځته کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغانستان د نړۍ له هغو پنځو هېوادونو څخه یو وپېژندل شو چې د اقلیم د بدلون له امله اغېزمن شوي دي.
 


د مطلب کود: 276394

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276394/ملګرو-ملتونو-د-اقلیم-اغیزو-کمولو-په-برخه-کې-نړۍ-له-هېوادونو-همکارۍ-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com