کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوګر والي د دغه ولایت د عینک د مسو کان د ژر تر ژره استخراج غوښتنه وکړه

22 سنبله 1402 ساعت 9:45

د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني د چینايي MCC شرکت له مسوولینو سره په کتنه کې په دغه ولایت کې د عینک د مسو کان د استخراج د کار د ژر تر ژره پیل غوښتنه وکړه، خو د دغه شرکت چارواکي د لرغونو اثارو شتون د دغه کان د استخراج په لاره کې ستونزه ګڼي.


آوا - کابل: د لوګر ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني د لوګر د مس عینک قراردادي شرکت له مرستیال زنګ جیکوي او یو شمیر مسؤلینو سره وکتل.
 
په پیل کې د MCC شرکت مسؤلینو د لوګر د والي مولوي ضیاءالرحمن مدني د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د مس عینک کان د عمومي وضعیت په اړه یې هم هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
 
دوی د لرغونو اثارو شتون او له یوه ځایه بل ځای ته یې د لېږد بهیر د دغه کان د استخراج پر وړاندې اساسي ستونزه وبلله او زیاته یې کړه، موږ د مس عینک کان استخراج ته ژمن یو.
 
دوی د لوګر له ولایتي ادارې وغوښتل، چې د رئیس  الوزرا له اقتصادي مرستیال، د کانونو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو سره په همغږۍ د مس عینک کان د استخراج په برخه کې پرتې ستونزې او ننګونې حل کړي.
 
ښاغلي مدني زیاته کړه، د لوګر خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د موس عینک کان په استخراج سره به کاري چاپېريال ورته برابر او د خلکو ستونزې به هوارې شي.
 
د لوګر والي زياته کړه، افغانستان د کانونو له پلوه يو بډاى هېواد دى، خو په دې هېواد کې بې وزلي ژورې ريښې لري چې د کانونو په ښه استخراج او کارولو سره کولای شو په دې هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ کچه راټيټه کړو او خپلو خلکو ته د ښه ژوند زمينه برابره کړو.
 
ښاغلي مدني همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک له کلونو راهیسې له چین سره دوستي لري او چین یوازینی هېواد دی چې له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د افغانستان خلک د دغه هېواد څخه بدې خاطرې نه لري.
 
مولوي ضیاءالرحمن مدني هم دوی ته ډاډ ورکړ چې د امنیت په تامین او د امکاناتو په برابرولو کې به ورسره همکاري کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې د لوګر د مس عینک کان په تېر حکومت کې د چينايي کمپنۍ MCC په مرسته ايښودل شوى و، خو تر اوسه يې په عملي ډول استخراج نه دى شوى.
 


د مطلب کود: 276559

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276559/د-لوګر-والي-دغه-ولایت-عینک-مسو-کان-ژر-تر-ژره-استخراج-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com