کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه له افغان کروندګرو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې مرسته کوي

23 سنبله 1402 ساعت 11:45

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام مشر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو دغه اداره د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ او طبیعي سرچینو په برخو کې له افغان بزګرو او بڼوالو سره مرسته کوي.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام له مشر ریچارډ ترانچارډ سره وکتل.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر وايي: په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد کروندګرو او بزګرانو ته د خدمت په موخه د همکارۍ او همغږۍ د پياوړتيا په اړه بحث او د نظريو تبادله وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست په دې غونډه کې وویل: د کرنې وزارت د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، طبیعي سرچینو او ځمکې په برخو کې فعالیت کوي.
نوموړي د خلکو د ځان بسیاینې او اقتصادي ودې په موخه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام له مشر او نورو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د کرنې په برخه کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام مشر ریچارډ ټونچارډ ډاډ ورکړ چې له نورو مرستندویه ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ به په یادو برخو کې د افغانستان له کروندګرو، بڼوالو او خلکو سره مرستې وکړي.


د مطلب کود: 276606

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276606/ملګري-ملتونه-له-افغان-کروندګرو-سره-د-کرنې-اوبولګولو-او-مالدارۍ-په-برخو-کې-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com