کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټولګټو وزارت:

د څه دپاسه دوه میلیارد افغانیو په ارزښت د ساتنې او مراقبت ۹۰ پروژې پلې کیږي

23 سنبله 1402 ساعت 15:15

د فواید عامې وزارت وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې په ټول افغانستان کې د دوه میلیارد او ۱۷۱ میلیونو افغانیو په ارزښت د ساتنې د ۹۰ پروژو کار پیل کړی او تمه ده چې ډېری یې د روان کال تر پایه بشپړې شي.


آوا - کابل: د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغو پروژو لګښت دوه میلیارده او ۱۷۱ میلیونه افغانۍ اټکل شوی چې په کې د لویو لارو، سړکونو، پلونو او پلچکونو جوړول او ترمیمول شامل دي.
 
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو پروژو د جوړولو لګښت د وزارت له انکشافي او عادي بودجې څخه ورکول کېږي چې په تطبيق او پلې کېدو سره به يې د ١١٧١ کيلومتره سړکونو، ٢٦٤٠ مترو پلونو، ٧٦١ پلچکونو او داسي نور جوړ شي.
 
د فواید عامې وزارت د دغو پروژو د کار قرارداد له خصوصي سکتور سره کړی او تمه ده چې ډېری یې په روان کال کې بشپړې شي او هغه پروژې چې پلي کېدل یې ډېر وخت نیسي په راتلونکي کال کې به بشپړې شي.
 
د يادونې وړ ده، چې تېر کال د ټولګټو وزارت په ټول هېواد کې د څه باندې ٤٢١ ميليونه افغانيو په ارزښت ١٢٥ پروژې پلې کړې، چې تر لسو زرو ډېرو کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې وه.


د مطلب کود: 276620

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276620/د-څه-دپاسه-دوه-میلیارد-افغانیو-په-ارزښت-ساتنې-او-مراقبت-۹۰-پروژې-پلې-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com