دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 276690
په ننګرهار کې د ترافيکي پېښې له امله اووه تنه مړه او ټپيان شول
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وايي، د دغه ولايت په کوزکانر ولسوالۍ کې د سراچه ډوله موټر او کرولا تر منځ د ټکر له امله يو تن وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ښاغلي زابلي په وینا، دغه ترافیکي پېښه تېره جمعه د سنبلې په ۲۴ مه د ننګرهار ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ په عبدالخېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې رسنیو په پنجشیر او پروان کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې د ۱۸ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.
 
ښاغلي زابلي د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي وګڼله.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې هر کال ترافيکي پېښې ګڼ شمېر هېوادوال وژني او سلګونه نور ټپيان او معيوبوي.
 
د معیاري سړکونو نشتوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د موټر چلولو د اصولو نه مراعتول په هېواد کې د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcf1vd0xw6deva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته