افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د مالیې وزارت پرون جمعه د سنبلې په ۲۴ مه نېټه اعلان وکړ چې د تیلو په بیه کې ۲۶.۰۲ روپۍ زیاتوالی راغلی او اوس یو لیتر پټرول په ۳۳۱.۳۸ روپۍ پلورل کیږي.
د فی لیټر ډیزلو بیه 17.34 روپۍ 239.18 روپۍ ته لوړه شوې ده.
پاکستان د انفلاسیون او د بهرنیو اسعارو د زیرمو له کمښت سره مخ دی.
د ازادي راډيو د خبر له مخې، اسلام اباد په تېره جولای میاشت کې د پیسو له نړیوال صندوق څخه درې میلیارده ډالره پور ترلاسه کړ.