کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خصوصي بانکونو اتحادیه:

په افغانستان کې د بانکونو وضعیت مخ په ښه کېدو دی

26 سنبله 1402 ساعت 11:42

د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې مسوولین وايي، دا مهال په هېواد کې د درېیو دولتي بانکونو او د نړیوال بانک د دوو ادارو په ګډون ۱۲ بانکونه فعال دي، چې په وینا یې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بانکونو وضعیت مخ په ښه کېدو دی.


آوا - کابل: د افغانستان د خصوصي بانکونو د ټولنې د اجراییوي رییس نجیب الله امیري د څرګندونو پر بنسټ؛ په ۳۴ ولایتونو کې د بانکونو ۴۰۰ څانګې فعالې شوي او هر ځای ته د لاسرسي وړ دي.
 
هغه زياته کړه، څلورو بانکونو په بېلابېلو سکتورونو کې شاوخوا ٤٠ ميليارده افغانۍ پانګونه کړې او ٨٠٠ زره کارکوونکو ته يې معاشونه ورکوي.
 
په ورته وخت کې د مرکزي بانک چارواکي وايي چې دغه بانک له تېرو دوو کلونو راهیسې په منظم ډول له خصوصي بانکونو سره مرسته کوي، څو وکولای شي په عادي ډول خپلو مشتریانو ته خدمات وړاندې کړي.
 
د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري وویل: "له سوداګریزو بانکونو سره زموږ تخنیکي ناستې دوام لري، څو وکولای شو په ټولو بانکي برخو کې خپلو هېوادوالو ته خدمات برابر کړو."
 
خو پانګوال او سوداګر وايي چې لا هم د پیسو په ایستلو کې له ستونزو سره مخ دي او غواړي چې د پیسو په ایستلو بندیز ولګول شي.
 
بل خوا د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې خصوصي بانکونو ستونزې درلودې او مرکزي بانک باید په جدي توګه له خصوصي بانکونو ملاتړ وکړي.
 
لعل ځاځي چې له اقتصادي مسايلو خبر دى، وويل: "په بانکونو کې وضعيت نسبتاً ښه شوى او مهمه خبره دا ده چې د خلکو پورونه په تدريجي ډول بېرته ترلاسه کېږي."
 
د مرکزي بانک د پرېکړې له مخې هر وګړی کولای شي په یوه اونۍ کې تر ۶۰۰ امریکايي ډالر له خپل حساب څخه وباسي، خو سوداګر کولای شي په یوه اونۍ کې تر ۴۰ زره امریکايي ډالر وباسي.


د مطلب کود: 276722

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276722/په-افغانستان-کې-د-بانکونو-وضعیت-مخ-ښه-کېدو-دی

آوا
  https://www.avapress.com