دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 276727
په بدخشان کې د اور لګېدنې له امله څه باندې یو میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د اورلګېدنې له امله د موټرونو د سینګار کولو دوه دوکانونه سوځېدلي او تر یو میلیون ډېر زیان اوښتی دی.
افغان غږ خبری آژانس – مزار شریف: د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د اورلګېدنې له امله د موټر د سینګار کولو دوه دوکانونه سوځېدلي او تر یو میلیون ډېر زیان اوښتی دی.
 
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند احسان الله کامګار افغان غږ خبری آژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د چنګاښ په ٢٦مه، د فيض اباد ښار د ګلدان په وروستي سيمه کې رامنځته شوې ده.
 
نوموړي د اور لګېدنې د لامل په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې اور لګېدلى او مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.
https://avapress.com/vdcgx39xuak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته