کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل په شمال کې د جبل السراج - بګرام لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې

27 سنبله 1402 ساعت 8:59

د کابل په شمال کې د جبل السراج – بګرام لویې لارې د بیارغونې چارې پرون یکشنبه د سنبلې په ۲۶مه پیل شوې.


آوا - کابل: دغه سړک چې ۲۲ کیلومتره اوږدوالی لري، د پلازمېنې او د هېواد د ديارلسو شمالي او شمال لوېديځو ولايتونو تر منځ يو له مهمو ترافيکي لارو څخه دی.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د پروان د والي مرستيال محمد ادريس انوري د شاه جوى د بيارغاونې د پيل په مراسموکې وويل: د دغه سړک په بيارغاونې سره به د کابل- مزارشريف د لويې لارې د ترافيکو بهير نورمال او د ښاریانو په هوساینه کې د پام وړ رول ولوبوي.
 
د پروان د فوايد عامې رييس مولوي عزت الله عارف هم وويل، چې دغه رياست به د دې لويې لارې په بيارغونه ٣٠ ميليونه افغانۍ ولګوي.
 
د پيمان کار شرکت مشر حاجي خان آغا هم وايي، چې د دغه سړک د ويجاړو شويو برخو بيارغونه به شاوخوا دوه مياشتې وخت ونيسي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د سالنګ تونل له څو ورځو راهیسې د تونل دننه د ترمیم د کار له امله په بشپړه توګه د ترافیکو پرمخ تړل شوی دی.
 


د مطلب کود: 276773

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276773/د-کابل-په-شمال-کې-جبل-السراج-بګرام-لویې-لارې-بیارغونې-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com