کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست:

هیچاته اجازه نه ورکول کیږي چې له قانوني دلیل پرته سوداګرو مزاحمت وکړي

27 سنبله 1402 ساعت 14:21

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست د خصوصي سکتور له غړو او د ادارو له استازو سره په کتنه کې د هرات ولایت د سوداګرو ستونزې وڅېړلې او ټینګار یې وکړ چې هیچاته اجازه نه ورکول کېږي چې له قانوني دلیل پرته د هېواد سوداګرو ته مزاحمت جوړ کړي.


آوا - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (دوشنبه، سنبله ۲۷) په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی په هرات ولایت کې د سوداګرو پر ستونزو خبرې وکړې او د خصوصي سکتور له غړو او د څانګو له استازو سره وکتل او ټینګار یې وکړ؛ هیچاته اجازه نشته چې له قانوني دلیل پرته سوداګرو ته مزاحمت وکړي.
 
دغه وزارت زیاته کړه، سرپرست وزیر په هرات کې د سوداګرو ستونزې واورېدې او د حل لارې یې ولټوي.
 
په ورته وخت کې سوداګرو د املاکو د غصب، د لېږد رالېږد لوړه بیه، د بار وړلو کثافت، د کرنې له وزارت څخه د اجازې اخیستلو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خپلې ستونزې څرګندې کړې.
 
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د سوداګرو اسناد او جایدادونه به په یوه ځای کې پروسس کېږي.
 
  دغه راز په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د هرات په بندر کې د سوداګرو ستونزې به د يوه پلان له مخې چې له مخې به يې ستونزې کمې شي، د لومړي وزير دفتر ته وړاندې کړي.
 


د مطلب کود: 276811

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276811/هیچاته-اجازه-نه-ورکول-کیږي-چې-له-قانوني-دلیل-پرته-سوداګرو-مزاحمت-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com