افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پرون (دوشنبه، سنبله ۲۷) په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د کابل د امنیه قوماندانۍ د پنځمې حوزې امنیتي مسوولینو څلور تنه د غلا په تور نیولي دي.
هغه زياته کړه، نيول شويو کسانو د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د وسلو په زور د موټرونو په غلا، له کورونو او هټيو په غلاوو او نورو غلاوو کې لاس درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کابل امنیه قوماندانۍ د امنیت امر د یو میلیون افغانیو د غلا په تور درې کسیزه ډله نیولې وه.