کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره اړینه ده چې یو میکانیزم او کړنلاره جوړه شي

28 سنبله 1402 ساعت 10:32

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د ترکیې له سفارت سره په کتنه کې وویل چې په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په خاطر باید یو میکانیزم او کړنلاره جوړه شي چې باید د تفاهم له مخې چمتو او وکارول شي.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت معین عبدالرحمن راشد په کابل کې د ترکیې د سفارت له قونسل الپ ارسلان بورا سره په کتنه کې وویلي: چې په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره اړینه ده، چې په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره یو داسې میکانیزم او کړنلاره جوړه شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم په برخه کې چمتو او وکارول شي.
 
د کډوالو په چارو کې د دولت وزیر د ترکیې د همکاریو د قدردانۍ په ترڅ کې وویل: په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په خاطر باید یو داسې میکانیزم او کړنلاره جوړه شي چې د دواړو خواوو ترمنځ د تفاهم له مخې چمتو او وکارول شي. چې کډوال په عزت او درنښت د هویت اسناد بیرته وسپاري او په دې اړه د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو سره خبرې وکړي ترڅو په دې برخه کې همکاري وکړي.
 
په ورته وخت کې په کابل کې د ترکیې د سفارت سلاکار عبدالله دیندار هم وویل چې موږ په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو سره دوستانه او ورورګلوۍ اړیکې لرو.
 
هغه زیاته کړه، له ترکیې څخه څه باندې ۶۰۰ افغانان چې د هویت او اړینو اسنادو له نشتوالي سره مخ دي افغانستان ته د ستنېدو غوښتونکي دي او په دې برخه کې د افغان حکومت د همکارۍ غوښتونکي دي او د کډوالو چارو وزارت ترمنځ د ارتباطي سیستم د رامنځته کېدو غوښتونکی شو.
 


د مطلب کود: 276854

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276854/په-ترکیه-کې-د-افغان-کډوالو-ستونزو-حل-لپاره-اړینه-ده-چې-یو-میکانیزم-او-کړنلاره-جوړه-شي

آوا
  https://www.avapress.com