افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چارو ادارې عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: د چارو ادارې عمومي ریاست کې د پانګونې د اسانتیاوو د برابرولو ریاست د مسوولینو، د اړوندو بنسټونو د استازو او یو شمېر چارواکو ترمنځ غونډه جوړه شوه.
په دې ناسته کې د چارو ادارې مرستیال مولوي سیف الدین طیب وویل، چې د روغتونونو د جوړولو او خدماتو په برخه کې باید معیارونه په پام کې ونیول شي او د خلکو اړتیاوې په پام کې ونیول شي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال او رئیس محمد یونس مومند وویل: "موږ د سرطان ناروغانو د ستونزو په پام کې نیولو سره د روغتون په جوړولو کار پیل کړی او د اسلامي امارت د همکارۍ په تمه یو".
هغه زياته کړه، چې د ياد شوي روغتون د جوړېدو چارې په سل جريبه ځمکه کې پيل شوې، چې ټول خدمات به يې وړيا وي او د روغتيايي چارو ترڅنګ به د محصلينو د روزنې لپاره يو کارکوونکى طبي پوهنتون هم جوړ شي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د دغه روغتون د جوړولو په موخه به د ملي سوداګرو بنسټ خپله لومړنۍ چارې پیل کړي، د ساحوي ثبات او نورو اړتیاوو په برخه کې به یې طرحه ترتیب او د ادارې عمومي ریاست ته به یې وسپاري.