افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ د سنبلي د میاشتې په ۳۰ مه نېټه وویل چې د دغه کان د استخراج چارې د یوه قراردادي شرکت له خوا پیل شوې دي.
د هرات والي نوراحمد اسلامجار وايي، دا ولایت د افغانستان اقتصادي قطب دی او اسلامي امارت یې لپاره لوی پلانونه لري.
په ورته وخت کې د هرات د کانونو او پټروليم رييس فضل احمد منيب هم وويل چې په دغه ولايت کې ١٣ ډوله کانونه کشف شوي چې په استخراج سره به يې د هرات د اوسېدونکو ٩٠ سلنه ستونزې هوارې شي.
د هرات د کانونو رييس له پانګوالو وغوښتل چې له هېواده ونه وځي او په کانونو کې پانګونه وکړي.