افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي، د شبرغان هوایي ډګر چې په ۱۳۵۸ کال کې جوړ شوی، د جوزجان ولایت له مرکز څخه په ۲۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري. . د دغه هوايي ډګر د ځغاستې لاره چې ۲۸۰۰ متره اوږدوالی او ۲۴ متره پلنوالی لري، د مسافر وړونکو الوتکو له خوا کارول کېږي.
دترانسپورت وزارت وياند زياته کړه: دغه ډګر يو فعال کنټرول برج لري چې د هوا پېژندنې په وسايلو سمبال او د الوتکو د تمځاى کولو ځاى په کې شامل دى چې په ٤١٧٨ جريبه ځمکه کې جوړ شوى دى.