کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شهاب الدین دلاور:

کدرونه او کارپوهان باید هیواد ته راستانه شي

1 میزان 1402 ساعت 9:46

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په اروپا او امریکا کې له میشتو افغان کارپوهانو سره په کتنه کې هیواد ته د کدرونو او کارپوهانو د راتګ غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غونډې په ترڅ کې دوی ته د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
 
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه چې اسلامی امارت هېواد ته د افغان کارپوهانو د راتګ هرکلی کوي.
 
په امریکا او اروپا کې میشتو افغان کارپوهانو د بهرنیو اشغالګرو پر وړاندې د افغانانو د جهاد او مبارزې او د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت لاسته راوړنې وستایلې او په دې برخه کې یې له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ.
 
دوی وویل: د هغو علمي، فرهنګي او تخنیکي کارکوونکو د راستنیدو زمینه به برابره کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه د پخواني حکومت سلګونه سياسي څېرې او چارواکي د "افغان شخصيتونو د اړيکو کمېسيون" له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
 


د مطلب کود: 277048

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277048/کدرونه-او-کارپوهان-باید-هیواد-ته-راستانه-شي

آوا
  https://www.avapress.com