کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دوشي - بامیان سړک د جغل اچولو او پخولو کار پیل شو

1 میزان 1402 ساعت 12:27

د بغلان ولايت د فوايد عامې رياست وايي، چې د باميان د دوه طرفه سړک چې د سالنګ پر سړک بدلېږي، د سختو ساحو د جغل اچولو او پخولو کار يې پيل کړى دى.


آوا - کابل: د بغلان ولایت د فواید عامې ریاست وايي، د بامیان د دوه طرفه سړک چې د سالنګ په لاره بدلیږي، د سختو سیمو د جغل اچولو او سطحې کولو کار پیل کړی دی.
 
د بغلان ولايت د فوايد عامې رييس ملا محمد عباس اخندزاده باختر آژانس ته وويل: د باميان ولايت له دوشي څخه د بخشي تر سيمې پورې سړک ٧٦ کيلومتره اوږدوالى لري او څه ناڅه ٦٠ کيلومتره يې پاخه شوي دي.
 
د دوشي-تاله او برفک لاره د شیبر د لویې لارې یوه برخه ده چې اوس مهال د سالنګ لارې ۤ بدل کار تری اخیستل کیږي.
 
موټر چلوونکي او مسافر د دوشي – تاله او برفک سړک له خرابوالي شکایت لري


د مطلب کود: 277063

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277063/د-دوشي-بامیان-سړک-جغل-اچولو-او-پخولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com